اروپايي ټولنې له لوري تازه څېړنه ښيي چې په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو له امله افغانان په دویمه درجه کې دي.په همدې تړاو له دې ټولنې نه څخه خپور شوی راپور وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو پناه اخیستلو په ۲۰۱۴میلادي کال کې ډېر پرمختګ وکړ، چې دوی يې علت د حالاتو ګډوډي ښيي.د راپور له مخې په ۲۰۱۴ م کال کې په ټولیزه توګه شپږ لکه شپږویشت زره تنه »۶۲۶۰۰۰« دوی ته د پناه ورکولو غوښتنلیکونه ورکړي دي.د سرچینې په قول دغه افغانان دوی ته په افغانستانکې د امنیتي وضعیت د لا خرابي وېره ښکاره کوي او وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د »هوسا« ژوند ارمانجن دي.د خپاره شوي راپور پر اساس اروپايي هېوادونو کې په پناه اخیستلو کې په ۲۰۱۴م کال کې د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.اروپايي ټولنې د پناه اخیستلو د غوښتنلیکونو په لړلیک کې سوریه لومړنی او افغانستان دویم هېواد ګڼل کېږي.تر اوسه پورې د همدې ټولنې له لوري ۴۱۳۰۰ تنه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوې ده، چې ۹۷۰۰ تنه يې یوازې په المان کې اوسي.یاده دې وي اروپايي هېوادونو ته نه یوازې ټیټ پوړي دولتي مسوولین د تګ هڅه کوي، بلکې لوړپوړي مسوولین او د پوځ مشران هم په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو هڅې کوي.په لندن کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونوپه وروستۍ ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوړپوړي مسوول او په دغه ناسته کې افغان بیرغچي جنرال بارک هم ملي بیرغ پر ځمکه وویشت او د انګلیستان پولیسو ته يې د پناه اخیستلو په تمه ځان تسلیم کړ.
کد را وارد نمایید:
عضو شوید
عضویت سریع
ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟
آمار وب سایت:
بازدید امروز : 138 بازدید دیروز : 101 بازدید هفته : 289 بازدید ماه : 1722 بازدید کل : 95343 تعداد مطالب : 958 تعداد نظرات : 57 تعداد آنلاین : 2 استشهاد ته سلام
تبادل لینک هوشمند برای تبادل لینک ابتدا ما را با عنوان داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.
آمار مطالب
آمار کاربران
کاربران آنلاین
آمار بازدید